په دې دوه ولایتونو کې له څه مودې راهیسې سختې جګړې روانې دي
د ناټو پریکړنده ملاتړ ماموریت ویاند په هلمند او کندز ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړې ډيرې ښودلي خو وایي، اټکل یې دا دی چې نه به لښکرګاه او نه به کندز د وسله والو لاس ته ورشي. ویاند وویل چې افغان ځواکونو د تیرکال په پرتله خپلې محاربوي وړتیاوي ډیرې کړي دي “مونږ په دې
د امریکا د پوځ او د ناتو ویاند وویل، چې طالب وسله وال پوځي وړتیاوې لري خو دا ډله دومره وړتیا هم نلري.
د ناټو او امریکایي ځواکونو دغه جنرال د ننګرهار په ولایت کې د اسلامي دولت پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو یادونه وکړه او وویل چې په دغو عملیاتو کې د دغې ډلې د څو مشرانو او قوماندانانو په ګډون په سلګونو غړي يې وژل شوي دي.
هغه وویل تر ټولو مهمه داده چې افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت د کوټ، ده بالا او اچین ولسوالیو ته ورغلل او هلته یې د کوټ ډیرې برخې او د ده بالا او اچین یو شمیر سیمې د داعش له وسله والو پاکې کړې.
دغه جنرال په لښکرګاه کې د امریکایي نږدې ۱۰۰ عسکرو د ځای په ځای کیدو په باب وویل چې دا عسکر د هلمند پولیسو ته د روزنې لپاره ځای په ځای شوي، خو هغوی په محاربوي عملیاتو کې برخه نه اخلي.