د پاکستان په کراچۍ له تاوتریخوالي سره مل لاریون

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تلويزيونو پر دفترونو د خلکو د بريد او د پوليسو له لوري د مخنيوي په پيښو کي يو کس وژل شوي او اته نور ټپيان دي په ټپيانو کې درې کسان د تلويزيونونو کارکونکي دي

د قومي متحد غورځنګ دا رسنۍ ددې ګوند د غړیو د نیولو په تړاو د نه خوړلو اعتصاب پر نه پوښښ تورنې کړي دي. د الطاف حسین له وینا وروسته ددې ګوند نورو مشرانو د دوه ټلویزیوني شبکو په لور خوځښت پیل کړی او درې موټر یې هم سوځولي دي.

د امنیتي ځواکونو په وینا، پولیسو د لاریون کونکو پر وړاندې له اوښکې بهونکي غازو او ربړي مرمیو کار اخستل شوی او په دې تور دولس کسان نیول شوي هم دي. له دې برید وروسته ددې ټلویزیونونو دفترونه تړل شوي دي.

د پولیسو قومندان: “د څیړنو پر مهال مونږ یو شمیر وسله او مهمات هم تر لاسه کړي. له عدلي او قضایي څیړنو وروسته به مونږ د غیر دولتي تر لاسه شویو وسلو په هکله خلکو ته مالومات ورکړو.”

د روغتیایي مسولینو په وینا، په دې نښتو کې یو کس وژل شوی هم دی او اته نور ټپیان دي چې دوه کسان یې په ډزو سره ټپیان شوي دي.

مخکې له دې هم ددې ګوند غړیو په ورته کړنو لاس پورې کړی دی. ډيری وخت دوی له پولیسو او د نورو سیاسي ګوندونو له پلویانو سره نښتې دي. له نیوکو او لاریونونو وروسته پر ټلویزیونو څآرونکي دولتي ادارې ددې ګوند پر دفتر برید کړی او پنځه تنه لوړ پوړي چارواکي یې نیولي دي. د پاکستان لومړي وزیر له دې سره چې دا برید غندلی دا یې د وینا د خپلواکۍ پر وړاندې برید ښودلی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل