په سعودي عربستان داسې قانون چلیږي چې پر اساس یې د هیواد نارینه د څلورو هیوادونو له ښځو سره له واده کولو منع شوی دي277150-timthumb-1407298584-145-640x480-640x330 .

د دغه قانون سره سم د هیواد نارینه نه شي کولای چې د پاکستان، چاد، بنګله دېش او برما له ښځو سره واده وکړي.

د سعودي عربستاتن له دې قانون سره سم سعودي وګړي یوازې په استثنايي حالاتو کې له مراکشي ښخو- نجونو سره واده کولی شي.

په لایحه کې ویل شوي چې سعودي نارینه مخکې تر دې چې له یوې مراکشۍ سره واده کوي باید ثابته کړي چې هیڅ ډول جنايي دوسیه او روغتیايي ستونزه نه لري او دا هم ثابته کړي چې مراکشي ښځه په مخدرو موادو روږدې نه ده.

همداراز سعودي نارینه له مراکشۍ ښځې سر ه تر واده مخکې مکلف دی چې له خپلې سعودي ښځې اجازه وغواړي.

لایحه وايي، مراکشۍ ښځه باید سم او د قناعت وړ دلایل وړاندې کړي چې ولي له سعودي سره واده کوي.

سعودي اتباع له هرې هغې مراکشۍ ښځې سره له واده کولو منع شوي چې معلوله یا ناروغه وي.

سعودي عربستان او ایران په اسلامي نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې ادعا کوي بشپړ اسلامي قوانین یې پلي کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *