سعودي، او د خندا وړ ګواښ
سعودي عربستان خبرداری ورکړی که چیرې د سوریې په هکله سیاسي خبرې له ناکامۍ سره مخ شي، د بشار اسد پر وړاندې به له پوځي ځواک څخه کار واخلي.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر، له دې، د سه شنبې په ورځ د اتریش په پلازمینه کې د سوریې د ملګرو په نامه د وین له نړیوالې ناستې وروسته خبر ورکړی دی.
الجبیر په دې آند دی چې باید ډير وخت مخکې یې پر دې ټاکنه کار کړی وی، دا هغه پلان دی چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد پر وړاندې د له پوځي ځواکه پر کار اخستنې ټینګار کوي.
ده زیاته کړې: «که چیرې دوی (د سوریې دولت) د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ورنکړي… مونږ باید یوه بل لوري ته مخه کړ».
سعودي عربستان د بشار اسد د نسکورولو له بهیره ملاتړ کوي او په سوریه کې د وسله والو ډلو له سرسخته پلویانو څخه شمیرل کیږي.
د ویلو وړ ده چې په وین کې د سوریې د نړیوالو ملاتړو تر نامه لاندې ناسته، د شنبې په ورځ له کومې پایلې پرته پای ته ورسیده.
په دې ناسته کې د ایران په ګډون د شلو هیوادونو وزیرانو ګډون کړی ؤ.
له دې ناستې وروسته د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: د سوریې د نړیوالو ملاتړو یو شمیر غړي هیوادونه له النصرې جبهې چې د القاعدې یوه ځانګه ده، ملاتړ کوي او له دوی څخه د یوې وسیلې په توګه د بشار اسد د حکومت پر وړاندې کار اخلي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: مسکو د ملګرو ملتونوپه امنیت شورا کې یو غیر رسمي سند خپور کړی، چې پکې ویل شوي، په سوریه کې له ترهګرو ترکیه ملاتړ کوي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسټیفن دیمستورا، په داسې حال کې چې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو جان کري او سرګي لاوروف ترڅنګ ولاړ وو، وویل: «مسله داده چې د ناستې د پایلې د تر لاسه کیدو لپاره اوس هم باید په تمه پاتې شو خو مونږ نشو کولای تر اوږدې مودې صبر وکړو، مونږ د خبرو د چټکتیا او یوې پایلې ته یې د رسیدو په تمه یو».
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په وینا، د سوریې په پنځه کلنه جګړه کې له څلور سوه ډير کسان وژل شوي او ددې عربي هیواد کې له درویشت میلیونه وګړیو څخه یې نیمایي کډوالۍ ته اړ شوي دي.