د پاکستان د طالبانو جماعت الاحرار ډله له کومو کسانو څخه رامنځ ته شوې او مشر یی څوک دی؟
د کوټې په ملکي روغتون کې د ځانمرګي برید چې د قربانیانو شمېر يې تر۷۱ رسېدلی او تر یو ۱۱۰ زیات نور لاهم ټپیان دي، پړه یې د پاکستاني طالبانو یوې ډلې چې جماعت الاحرار نومېږي په غاړه واخسیته.
د وسله والو یوه بله ډله چې ځان په اسلامي دولت نومې ډلې داعش پورې غړي هم ویلي چې برید دوئ کړی.
د جماعت الاحرار په نوم جوړه شوې ډله چې وايي د پاکستان په بېلابیلو سیمو کې له پنځه زرو تر اته زرو جنګیالي لري، د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۷ یې د لاهور په ګلشن پارک کې د زورورې چاودنې مسولیت هم منلی و چې لسګونه کسان په کې مړه او ژوبل شو.
د دغې ډلې ویاند احسان الله احسان چې پخوا د پاکستان د طالبانو د تحریک ویاند و وايي د دوئ دبریدونو اصلي هدف به د پاکستان په پنجاب ایالت او نورو لویو ښارونو کې مهمې سیمې وي نوموړي ادعا وکړه چې جګړه به له قبایلي سیمو تر ډېره د پاکستان ښارونو ته وغځوي.
جماعت الاحرار کې څوک دي؟
په جماعت الاحرار کې څوک ورټول دي احسان الله احسان وايي، له پاکستاني طالبانو ځینې ډلې او دمنځنۍ اسیا د یوشمېر اورپکو په ګډون ځېنې بهرني وسله وال له دوئ سره په دې ایتلاف کې ملګري شوي، دنوموړي په وینا ددې ډلې د مشرۍ لپاره یوه شورا جوړه شوه چې دهغو په رایوعمرخالد خراسانی یې دجماعت الاحرار مشر وټاکه.
د احسان په خبره د حکیم الله محسود له وژل کېدو وروسته کله چې د سوات د طالبانو مشر مولوي فضل الله د پاکستان د تحریک طالبان مشر شو په ټوله کې ددغه ډلې په منځ کې درزونه پیدا شوو.
دهغه په وینا دنوې ټلوالې موخه د پاکستاني حکومت پر وړاندې د دوئ د پيل شوې مبارزې غښتلې کول دي .
د جماعت الاحرار په دغه نوې ټلواله کې دپاکستان د طالبانو د تحریک ځینې مهشور قومندانان هم شته ، لکه د پښتونخوا دګهنداب د قندهارو دسیمې مولوي صابر چې وايي ده ته د ډلې او بیرغ بدلیده کوم لوی کار نه ښکاري او بلکې هدف مهم دی.
د پاکستاني طالبانو اصلي ډله که څه هم کوچنۍ شوې خو د مولوي فضل الله په مشرۍ یې فعالیت شته.
ځینې نورې ډلې یې د حافظ سعید په مشرۍ له اسلامي دولت نوې ډلې داعش سره یو ځای شوې او یو څو قومندانان یې ځانته پر فعالیت لګیا دي.