ډونالډ ټرمپ ولې د امریکا د ولسمشر کیدو وړتیا نلرې؟

په یوه لیک کې چې د امریکا جمهوريپال ګوند د ملي امنیت ۵۰ کارپوهانو لاسلیک کړی خبرداری ورکړل شوی چې ټاکنو کې ددې ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ به د امریکا په تاریخ کې ” ترټولو بې احتیاطه ولسمشر” وي.دې ډلې چې د سي آی اې پخوانی مدیر مایکل هېډن هم پکې دی لیکلي، ښاغلی ټرمپ د ولسمشر کېدو لپاره “لازم شخصیت، ارزښتونه او تجربه” نه لري.

۵.۱

دا په داسې حال کې ده چې ددې لیک ډېرو لاسلیکونکو په مارچ میاشت کې دې ورته لیک له لاسلیکولو ډډه کړې وه.

په دغه لیک کې راغلي، “له موږ هېڅ یو به ډونالډ ټرمپ ته رایه ورنکړي.”

ښاغلي ټرمپ دې لیک ته په غبرګون کې په یوه وینا کې ویلي، “ددې لیک لاسلیکوونکي داسې کسان دي چې د امریکا خلک باید له هغوی وپوښتي ولې د نړۍ وضعیت دومره ګډوډ دی، موږ له دوی منندوی یو چې یو ګام مخکې شول ترڅو ټول خلک زموږ د هېواد په اړه وپوهېږي چې څوک نړۍ کې د اوسني خطرناک وضعیت مسوول دی. دا کسان د واشنګټن ماتو شویو څېرو په څېر دي چې غواړي پر واک تکیه ووهي او اوس ددې وخت دی چې د خپلو کړنو مسوول وپېژندل شي.”

ټرمپ دا کسان د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن سره پر عراق د برید مسوول وبلل او ویې ویل چې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د رامنځته کېدو لامل شول.

۵.۲

دا لیک وروسته له هغه خپرېږي چې د جمهوریپال ګوند ځینو وتلو څېرو په زغرده ویلي چې په ټاکنو کې به د ښاغلي ټرمپ ملاتړ ونه کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په دې وروستیو کې وویل، ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ واګو ترلاسه کولو وړ کس ندی او دا پوښتنه یې مطرح کړه چې ولې جمهوریپالان لا هم د هغه له کاندیداتورۍ ملاتړ کوي؟

۵.۳

ښاغلي ټرمپ په ځینو برخو کې د جمهوریپال ګوند سیاست نه واټن اخستی.

له دې ډلې هغه ناټو ته د امریکا ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راوستی، له ربړونې ګټه اخستنه یې تایید کړې او ویلي یې دي چې سوېلي کوریا او جاپان باید ځانونه په اټومي وسلو سمبال کړي.

د ملي امنیت کارپوهانو په لیک کې ویل شوي، “هغه د آزادې نړۍ د مشر په توګه د امریکا اخلاقي اقتدار کمزوری کوي.”

“ښکاري چې هغه د امریکا له اساسي قانون، نورو قوانیو او بنسټونو لومړنۍ پوهه هم نه لري او په مذهبي زغم، د رسنیو ازادي او د قضایي نظام پر خپلواکۍ باور نه لري.”

د امریکا ملي امنیت سازمان لومړنی مدیر جان نګروپونټې چې وروسته د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شو، د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال او د نړیوال بانک پخوانی مدیر رابرت زولیک، د ملي امنیت دوه پخواني وزیران تام رېچ او مایکل چرتاف ددغه لیک له لاسلیکوونکو دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *