د پاکستانې طالبانو جماعت الاحرار نومي ډ‌لې د کوټي ځانمرګی برید پړه په غاړه اخیستې

د طالبانو یوې ډلې ویلي دوی د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ځانمرګي برید کړی، چې پکې لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شوو. روغتیا پالان وايي دغه برید کې نژدې ۱۲۰ نور کسان ټپیان دي.

۲

چاودنه د ښار مرکزي ملکي روغتون ‘ سوول هسپتال ‘ د بېړنیزو پېښو ځانګې دروازې ته څېرمه شوې.

وژل شویو کې لږ تر ۱۸ وکیلان شامل دي، چې د مدافع وکیلانو ځايي ټولنې د مشر بلال انور کاسي وژل کېدو له کبله روغتون کې د مړي لیدو ته راغلي وو. وکیلانو دغه برید پر ( عدالت برید ) بللی دی.

بلال کاسی د کوټې مرکزې محکمې ته پر لاره و، چې دوو نامعلومو کسانو په ډزو وواژه.

د طالبانو جماعت الاحرار نومي ډ‌لې ویاند احسان الله احسان رسنیو ته ویلي د کوټې ملکي روغتون کې هم دوی برید کړی او ښاغلی کاسی هم دوی وژلی دی.

دغه ډله دوه کاله مخکې له پاکستاني طالبانو بېله شوه. دغې ډلې پروسږکال یوه پارک کې د ځانمرګي برید مسوولیت هم منلی و، چې پکې د ماشومانو په ګډون ۷۰ کسان وژل شوي وو.

بلوچستان چې د پاکستان تر ټوله بیوزله صوبه بلل کېږي له اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي ښکار ده. تېرو اونیو کې د بلوچستان مرکز کوټه کې د پولیسو او وکیلانو په ګډون یو شمېر خلک ووژل شوو.

ښاغلي کاسي دغه بریدونه په کلکه غندلي وو. نومړي تېره اونۍ د یوه همکار وژلو پېښې په تړاو د احتجاج په توګه دوې اونۍ له محکمې سره پرېکون اعلان کړی و.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي بي بي سي پښتو ته وویل، په چاودنه کې د یو شمېر ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د رپوټونو له مخې په دغه چاودنه د بلوچستان ایالت د قانون پوهانو د اتحاديې پخوانی مشر بازمحمدکاکړ هم وژل شوی دی.

په وژل شویو او ټپیانو کې هغه مدافع وکیلان او خبریالان هم دي، چې د بلال انور کاسي د وژل کېدو په ویر راغونډ شوي وو.

دا چې د دغه برید تر شا څوک دي؟ ښايي د څېړونکو لپاره به یې معلومول ګران وي، ځکه د حکومتي ادعاوو برعکس دغه هېواد کې د بېلو سخت دریځو وسله والو ډلو پټنځایونه شته.

خو ډېری شنونکي په دې اند دي، چې ښايي د دوشنبې ورځې برید، چې په ظاهره وکیلان یې په نښه کړي، د پاکستاني طالبانو په څېر یا د ورته هغو وسله والو ډلو کار یي، چې پراخه اجنډا لري.

ځايي شنونکي وايي ښايي وکیلان له دې کبله په نښه شوي وي، چې دوی د امنیتي ځواکونو د کسانو پرتله له لږو احتیاطي تدبیرونو برخمن نه دي او دا چې وکیلان د ټولنې هغه برخه ده، چې پری شوی برید په اسانۍ سره د ډېرو پام ځانته وراړوي.

یو شمېر ځايي چارواکي پر هند تور پورې کوي، چې ښايي د دغه ډول بریدونو تر شا لاس ولري، خو هند دغسې تورونه تل په کلکه رد کړي دي.

دا وروستیو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له ادعاوو سره سره د کوټې خونړي برید ته په داسې نظر کتل کېږي، چې پاکستان کې لا هم سخت دریځو ته ماتې نه ده ورکړل شوې.

درې کاله مخکې همدغو ورځو کې کوټه کې له ورته تکتیکونو سره یو برید وشو. په هغه برید کې وسله والو یو پولیس افسر وواژه او وروسته د هغه د جنازې مراسمو کې ځانمرګي برید وشو، چې پایله کې یې ۳۰ کسان ووژل شوو. د هغه برید ډېری وژل شوي کسان پولیس افسران وو. پاکستاني طالبانو ویلي و، چې هغه برید دوی کړی و.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *