ولایتي: سعودیانو پر سیاسې بریدونو لاس پورې کړی

د ایران په نړیوالو مسایلو کې ستر مشاور د المیادین شبکې سره د مصاحبې په مهال د عربستان او صهیونیستې رژیم د اړیکو سوال په ځواب کې وویل؛ د تاسف وړ ده چې د کبعې کلید لرونکي د اسلام بدترین دښمن او هغو کسانو سره په اړیکه کې کیږې چې له مسلمانانو سره د هیڅ راز دښمنې او د هغوې د ځمکو نیولو څخه یی ډډه نده کړې.

نوموړی د سعودې بهرنیو سیاست څخه په انتقاد سره زیاته کړه:سعودیان د مسلمانانو په پیسو بمب جوړوي او دیمن پر ماشومانو یی غورځوي او د نړیوال سازمان عمومې منشې هم وایی پیسې راکوي نو ځکه د هغو د ماشومانو پر خلاف د جنایت له لیست څخه باسو.

نوموړي زیاته کړه؛په دې ورستیو کې سعودیان د بیوزلو خلکو او د یمن مسلمانانو پر سر بمونه اچوي،د سوريې دولت پر خلاف پلان جوړوي،له داعش او تکفیري ډلو څخه ملاتړ کوي،له ماشومانو وژنکې صهیونیستې رژیم سره یو ځاي د غزې خلکو پر خلاف جګړه کوې او د حرمین د مسلمانانو د ساتلو ادعاوي کوي،دا شرایط د دې ښکارندوي کوي چې دولت په ناخوښه حالت کې شتون لرې او پر سیاسې برید لاس پورې کوې.

Author

خروج از نسخه موبایل