په کابل ښار کې د امریکایی پوهنتون دوه ښونکي برمته شول

ناپیژنده کساونو د امریکایی پوهنتون دوه ښونکې د کابل ښار له نهمې ناحیې څخه برمته کړل.

3

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقې خاورمیانه ته وویل چې دا دوه ښونکې تیره شپه د کابل ښار سناتوریم سمیې څخه برمته شوي دي.

د نوموړی په وینا، دا ښونکې د امریکا او آسټرلیا هیوادونو وګړي وو چې تر دې مهاله د هغوې د برمته سیمه لا څرګنده نده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د دې ښونکو پلټنو لپاره پولیس لاس په کار شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د خپل هیواد یوه وګړې برمته کول تایید کړل او وویل چې د نوموړې پلټنې پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږې برمته کونکو د امنیتې ځواکونو کالې اغوستې وو.

تر دې مهاله کومې کس او یا هم ډلې د دې پیښې مسولیت ندی منلی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *