په بګرامې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله د ملي اردو څلورو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کابل ولایت په بګرامۍ ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې له کبله،یو امنیتې سرتیری وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،دا چاودنه د بګرامۍ ولسوالۍ په حسین خیلو کلې کې د سهار په ۶ بجو هغه مهال رامنځ ته شوه چې د دفاع وزارت د اکاډمې نظامې سرتیري له سیمې څخه د تیردو په حال کې وو.
د دفاع وزارت وایی چې په دې پیښه کې یو سرتیری وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي
یاد وزارت روغتون ته د ټپيانو له لیږد څخه هم خبر ورکوي
وسلوالو طالبان د دې برید پړه په غاړه اخیستی.
د وسلوالو طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلې چې د سړک پر سر د خښ شوې ماین د اردو د رنجر ختلو له کبله د ملي اردو ۵ سرتیري وژل شوي دي.