ولایتي: د ایران هستې په موضوع کې زمونږ لاس تړلی ندی

په نړیوالو مسایلو کې د ایران لوی مشاور د عربې ژبې المیادین یوې ټلویزیونې مرکه کې اعلان وکړ؛د اټمې هستې په موضوع کې د ایران لاس تړل شوی ندی او د خپلو ګټو لپاره به کار کوي.

۷

نوموړی د ترکیې کودتا په تړاو او د دې هیواد په ظاهرې ډول د کودتا کونکو ملاتړ هیوادونو سوال په ځواب کې وویل:د ایران دولت په سرعت سره د دې هیواد قانونې دولت په برخه کې خپله موضع ونیوه ځکه چې د هر ډول کودتا او تاوتریخوالې په برخه کې پر هرځای کې د قانونې دولتونو پر خلاف او دموکراسې تګ لارې په خلاف یو.

نوموړی په دوام کې وویل:په زړه پورې ټکی خو دا دی چې په ظاهره توګه د ترکیې یو شمیر متحدانو نه یوازې دا چې پر کودتا یی نیوکي ونکړې بلکې تر ورستیو شیبو پورې یی هڅه وکړه چې کودتا کونکي بریالي کړي آن تر دې چې کله چې کودتا ماته وخوړه د العربیه شبکې اعلان وکړ چې په خواشینې سره کودتا ماته وخوړه او تر دې هم په زړه پورې دا چې د سوریې ولسمشر بشار اسد هم د اردوګان له دولت څخه ملاتړ ترڅنګ کودتا یی محکومه کړه او اردوګان هم دا موضوع اعلان کړه.

نوموړی په دوام کې د عراق او سوریې موضوع ته په اشارې سره زیاته کړه:د سیاسې ناستو توفیق نن زیات شوی دی او په زیات شمیر برخو دولتې پوځیانو واک تر لاسه کړی دی او هیڅ کله هم معارضۍ د نن په شان سختې نه درلودې او د معارضۍ په منځ کې اختلاف او تفرقه شتون لري.

د ستراتژیک د څیړنو مرکز ریس زیاته کړه:په ټولیز ډول هغه څه چې د فلوجې،حلب،رقه،موصل او نورو برخو کې ترسره شوې دي عراق او سوریه یی په بهتره موضع کې راوستې دي او ایران هم د دې دوه قانونې دولتونو په غوښتنه له دوي سره مرستې کوي. نوموړي د خپلو ویناوو په پاې کې د امریکا ټاکنو ته په اشارې سره وویل: زمونږ هیواد پر خلاف د جمهورې غوښتونکو او دموکرات پالو په منځ کې هیڅ راز توپیر نشته څرنګه چې شاهد یو دموکرات پالان هم له ایران سره د هوکړې په برخه کې ستونځې رامنځ ته کوي البته د ایران د هستې موضوع په اړه داسې نده چې ایران بل انتخاب نلري او د ایران لاس تړلی وی داسې نده مونږ به د خپلو ګټو لپاره عمل کوو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *