عادل الجبیر په سنګال کې څه کوي؟
د عربستان الوطن ورځپاڼې لیکلې:د عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ،چې د رسمې کتنې لپاره د سنګال پلازمینې داکار ته تللی وو د دې هیواد له ولسمشر ماکي سال سره د هغه په دفتر کې کتنه کړې ده.
د دفاع وزیر او د بهرنیو وزیر نایب اوجیستون تیون، د عادل الجبیر ښه راغلاست لپاره هوایی ډګر ته تللی وو او دواړو لورو د دواړو ورنو هیوادونو د ځانګړو اړیکو په اړه یوه ناسته وکړه.
همداشان په سنګال کې په دولت کې بانفوذه سرچینو خبر ورکړ چې سنګال ته د عادل الجبیر سفر د عربستان او اسراییلو ترمنځ د توافق او له افریقایی هیوادونو سره د اړیکو د ټینګښت په اړه وو.
د دې سرچینه له خولې الجبیر د محمد بن سلمان په امر او د سنګال ۵ زره سرتیرو په یمن کې د عربستان د مزدورانو د جبهې پیاوړ تیا او په صنعاء کې د لويی جګړې چمتوالې لپاره دا سفر ترسره شوی وو.