بان کي مون: عربستان دې تر زیاته په یمن کې زمونږ د اندیښنو لمنځه وړلو په اړه هڅې وکړې

د نړیوال سازمان عمومې منشې اعلان وکړ:عربې ایتلاف د عربستان په مشرې  په یمن کې د ماشومانو د وژلو په اړه زمونږ د پراخو اندیښنو لمنځه وړلو لپاره هڅې وکړې.

۲

د نړیوال سازمان عمومې منشې بان کې مون د سې شنبې په ورځ له تور لیست څخه د سعودې د ایتلاف په موقت توګه نوم ایستلو چې د بشرې حقونو پراخې غوثې یی راپارولې دي،د امنیت شورا ته یی وړاندې کړ.په اوس حال کې د دې امکان شته چې  د سعودې ایتلاف نوم یو ځل بیا په تور لیست کې ګډ شې.

بان کې مون وویل:زه د یمن ماشومانو په اړه پراخې اندیښنې لرم او باید دا مسلې ته لومړې توب ورکړل شې.ورسته له هغه چې نړیوال سازمان اعلان وکړ چې د نظامې عربې ایتلاف د یمن د ۶۰ سلنه ماشومانو وژنې او په تیر کال کې په یمن کې د ۷۸۵ تنو ماشومانو ټپې کیدو مسول دي.

ورسته له هغه چې د سعودې ایتلاف په تور لیست کې شامل شو عربستان خپلې غوسې څرګندې کړې. بان کې مون د امنیت شورا ته وویل:ما د ایتلاف تدابیرو په اړه یو شمیر اطلاعات لرم خو هيڅ بسنه نه کوې. هغه زیاته کړه:مونږ به له ماشومانو څخه د ملاتړ په منظور د پام وړ ملاحضو ته دوام ورکړو.د ريپوټ محتوا هم په دې مسله ټینګار کړی.

په نړیوال سازمان کې د عربستان سفیر المعلمې هم ادعا کړې چې د صعده او په تعز کې د هغه بمبارد په اړه چې د اوکتوبر په میشات کې په روغتونو شوی ۱۳ تنو څخه یی یو څیړنیز ټیم رامنځ ته کړی او یاد ټیم په دې اړه خپلې څیړنې پیل کړې دي همداشان په روان میلادې کال کې د دریو هغو پیښو په اړه چې له هغې ډلې د فوریه په بازار کې دوه چاودنې،او همداشان په ژانویه روغتون برید په اړه یی څیړنې پیل کړې دي.

المعلمې ویلې چې د دې  څیړنو  نتایجو ورسته اطلاعات به اعلان شې.د یمن په جګړه کې ۶۴۰۰ تنه وژل شوي او همداشان په دې هیواد کې د فقر او انسانې بحران لامل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *