په بلجیم کې پر دوه پولیسو د جړو برید

د چارواکو په وينا د بلجيم په شارلو ښار کې يوه کس پر دوو پوليسو د خنجر بريد کړی او دواړه يې ټپيان کړي دي.

۳

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د یورو نیوز له خولۍ،د دغه هېواد پوليسو په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، بريدګر د پوليسو د ډزو په ترڅ کې له ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.

چارواکي وايي بريدګر د شارلروا د پوليسو مرکز مخې ته پر پوليسو د بريد پر وخت د “الله اکبر” نارې وهلې.

له پېښې وروسته پوليسو سيمه کلابنده کړې ده.

د راپورونو له مخې په ټپي شويو پوليسو کې دواړه مېرمنې دي چې د يوې حالت نازک ښودل شوی دی.

بريدګر د پولیسو له خوا په ډزو له ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.

د يادولو وړ ده چې تېره مياشت د اګست پر ۳۰ په بلجيم کې دعملياتو پر مهال د بريدونو په تړاو دوه وروڼه نيول شوي وو.

تېر مارچ مياشت په بلجيم کې پر هوايي ډګر او د رېل ګاډې پر تم ځای بريد کې شاوخوا ۳۲ تنه وژل شوي وو چې “اسلامي دولت” نومې ډلې يې پړه منلې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *