د ترهګرو پردې تر شا

په ورستیو کلونو کې په سوریه کې د بحران او په سوریه او عراق کې د داعش رامنځ ته کیدو ورسته په دې دوه هیوادونو کې یو شمیر جنایات رامنځ ته شول چې نړۍ ورته په حیرت شوه.د دې جنایاتو اصلې عاملان په سوریه کې د داعش او القاعدې له شاخو څخه رامنځ ته شوې فتح الشام ډله وه.

۴

له دې ډلې د داعش غیر انسانې جنایاتو څخه په عراق کې د دې هیواد پوځې هوایی زدکونکو د څو زرو تنو یوځاي اعدام ،د ملکې کسانو پر وړاندې د سلګونو ترهګرو ځانمرګو بریدونو تر سره کول،د اقلیت ایزدې کسانو نسل وژنه او د برده پلورلو دود،د نظامې او غیر نظامې کسانو سوزول،له شیمیایی راکټونو څخه کار اخیستل او د ښځو او ماشومانو  وژنو ته اشاره وکړو.

په سوریه کې هم یو شمیر ترهګرې ډلې لکه آزاد او النصره چې د عربستان،آمریکا،قطر او ترکیې لخوا یی د اسلاو ملاتړ کیږې د زیات شمیر غیر پوځیانو د وژنو مسولان دي،د علوي او مسیحې کلیو له هغې ډلې د حلب ښار زاره سیمه یوه بیلګه ده،د حلب او دمشق پر بی وزله خلکو د امریکا، اسراییل او ترکیې په لاس جوړ شویو توغندیو استعمال او د شیعه میشتو سیمو لکه د ادلب فوعه او کفریا محاصره او اورلګونه د میانه روو د نور شمیر جنایاتو څخه دي.

د نورالدین زنګې ترهګرې ډلې د کینه لرونکې چلند چې د زړه زخمې هغه ۱۲ کلن ماشوم څخه سر پرې کړ چې ټوله نړۍ یی آزرده کړه،د آزاد ډلې پوځ په عمومې توګه د عربستان،ترکیې او د چچنې مزدورانو له پوځ څخه جوړ شوی دی.په هر مایشت کې د ۱۰۰۰ ډالر په اخیستو سره په هر راز جنایاتو  لاس پورې کوي او په رسنیو کې د خپلو جنایی کړنو په خپرولو سره د نړیوالو پر وړاندې د اسلام بدنام کول دي.

د النصره مزدوران،د آزاد او داعش ترهګر په ناڅاپه د اسراییل او امریکا نقشې چې د اسلام بدنامه کول دي د خپلو جنایاتو په ښودلو سره په ښه توګه ترسره کوي او د دې لوی خیانت په ترڅ کې ډالر او اسلې تر لاسه کوي.

غرب هم د اسلام بدنام کولو لپاره آند تر دې چې پر خپلو خلکو هم زړه سوی نکوي او همدشان چې شاهد یو داعش په کراتو د اسلام په نامه په اروپا کې بریدونه کړي او زیات شمیر جنایتونه یی رامنځ ته کړي دي خو امریکا او د اروپا ټولنۍ یوازې د الفاظو له لارې د داعش او النصره پر وړاندې بل هیڅ ګام ندی اوچت کړی.

د دې اسلام ویرونې نمایش ځواب د نړۍ د مسلمانانو بدنام کول دي.

او په دې برخه کې د سعودې مزدور دولت هم د دوه وو څیرو سره له یوې خوا داعش او نورو ترهګرو ډلو ته وسلې او پیسې ورکوي او له بلې خوا غرب دې ته هڅوي چې د اروپا په لویو ښارنو کې د اسلامې مرکزونو جوماتونو پر وړاندې کړنې ترسره کړې.‌

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *