د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي چې د افغانستان د ۵ زونونو په صنعتي پارکونو کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې ۱۳۰۰ تولیدي کارخونو سقوط کړي دی.
د صنعتکارانو د ټولنې مشر شیرباز کمین زاده نن وویل چې اوسمهال د هېواد په کچه شاوخوا ۲۳۰۰ کارخانې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې پر صنعتکارانو ۲۵ سلنه د برېښنا بیل او د مالیې لوړوالی د تولیدي کارخانو د فعالیت پر وړاندې لویې ستونزې دي.