نړیوال سازمان: عربستان د ماشومانو حقونو سرغړونو لیست وتلو لپاره کافې شواهد ندې وړاندې کړي

د دوشنبې په ورځ د نړیوال سازمان دیپلماتیک سرچینو اعلان وکړ، دوه میاشتې ورسته له هغه چې په یمن کې د عربستان په مشرۍ د پوځې ایتلاف لخوا د مشاومانو وژلو لپاره دا هیواد یی په تور لیست کې ګډ کړ، تر دې مهاله ریاض ندی تواندلی چې په کافې توګه شواهد وړاندې کړې ترڅو له یاد لیست څخه د دې هیواد نوم د تل لپاره لرې کړای شې.

۶

د رویټرز خبرې آژنس له مخې یو دیپلماتیک چارواکی اعلان کړی،د نړیوال سازمان غړي غواړی چې ریاض ته سفر وکړې ترڅو په بیلابیلو موضوعاتو کې له هغې ډلې په یمن کې د دې هیواد مداخلې په اړه اطلاعات ترلاسه کړې.د دې ریپوټ پر بنسټ، نړیوال سازمان په خپل کلنې ریپوټ کې  د ماشومانو او وسلوالو نښتو په اړه اعلان کړی وو چې تیر کال عربستان په یمن کې د ماشومانو د وژنو ۶۰ سلنه مسول دی.

د نړیوال سازمان ریپوټ پر بنسټ،د یمن په جګړه کې د عربستان لخوا ۵۱۰ ماشومان وژل شوي او ۶۶۷ تنه نور ټپیان شوي دي. له دې سره د نړیوال سازمان عمومې منشې بان کي مون ورسته له هغه چې د عربستان نوم د مشاومانو له حقوق څخه د سرغړونې په لیست کې اعلان کړ، د ریاض نوم یی په موقت ډول له دې لیست څخه بهر کړ او هغه یی د دې ریپوټ د ضمیمې په توګه خپور کړ.دا کار ورسته له هغه ترسره شو چې د نړیوال سازمان اړین مالې مرسته کونکی یعنی عربستان دې سازمان ته ګواښ وکړ چې له دوي سره خپلې مرستې بندې کړي.

البته ریاض د دې مطرحه شويو تهدیدونو څخه انکار وکړ.ټاکل شوې وه چې د سې شنبې په ورځ به د نړیوال سازمان عمومې منشي په یوه ناسته کې د امنیت سازمان ته په دې اړه معلومات ورکړي.د نړیوال سازمان یوه دیپلومات په وینا،ټاکل شوې ده چې بان کي مون امنیت شورا ته اعلان وکړې چې نړیوال سازمان له عربستان سره په دې اړه خپلو همکاریو ته دوام ورکړې نوموړی همداشان زیاته کړه چې خپور شوي لیست د څیړنو په حال کې دی او د دې ناستې له موضوع څخه نه شمیرل کیږي.

دا ایتلاف د عربستان په مشرۍ له عربې متحده امارات،بحرین،کویټ،قطر،مصر،اردن،مغرب،سنګال او سودان هیوادونو څخه رامنځ ته شوی دی.دې ایتلاف تیر کال له منصور هادې څخه د ملاتړ په اعلان کولو سره د مارچ په میاشت کې خپل بریدونه پیل کړل.نړیوال سازمانه ته ۶ نړیوالو مرسته کونکو بنسټونو د یوه لیک په استولو سره له دوي څخه غوښتې ترڅو په یمن کې پر ماشومانو د عربستان په مشرۍ د بریدونو مسول دا ایتلاف وګڼل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *