د مشرانو جرګې لخوا د تذکرو ویش په اړه د اجراییه ریاست په طرحې نیوکي وشوې

د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د الکترونیکي تذکرو په اړه د اجراییه ریاست په نوې طرحې نیوکي وکړي.

۷

د دغې جرګې یوشمیر غړو نن په یوه خبرې غونډه کې وویل چې یاده طرحه له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.

د مشرانو جرګې د غړو په استازيتوب د د غې جرګې یوه غړي زلمي زابلي رسنیو ته وویل چې دا طرحه مشرانو جرګې ته د منلو وړ نده او حکومت باید خپله طرحه بیرته واخلي.

تردې وړاندې د دې جرګې غړو بیا ویلي که چیري د الکترونیکي تذکرو اړوند د اجرایيه ریاست نوې طرحه د تصویب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شي ښايي د ولسي جرګې د غړو له منفي غبرګون سره مخ شي.

په دې وروستیو کې اجرایيه ریاست ویلي یوه طرحه یې ترتیب کړې چې یوه الکترونیکي تذکره به دوه کارټونه ولري، په یوه کې به د کس هویت او په بل کې به قوم او داسې نور مشخصات لیکل شوي وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *