د افغانستان د کسبه کارانو اتحادیه: اباسین ځدراڼ مارکیټ ته شاوخوا ۶۰ میلیونه ډلر زیان اوښتی

د افغانستان د کسبه کارانو ملي اتحادیه وایي چې لومړنۍ څېړنې ښیې چې د اباسین ځدراڼ د سوداګریز مارکیټ د سوځېدو له امله د دغه مارکیټ دوکانداران شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره زیانمن شوي دي.

۱۱

د دغې اتحادیې رییس محمد محسن سپاهي ازدي راډيوته وویل چې تراوسه په دغه مارکیټ کې د اورلګېدنې علت څرګند نه دی او د موضوع د څېړنې په هدف یو پلاوی ټاکل شوی دی.

د ښاغلي سپاهي د معلوماتو له مخې د اباسین ځدران په مارکیټ کې ۱۲۰۰ دوکانونه فعالیت کاوه چې ټول سوځېدلې دي.

د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د اباسین ځدراڼ په لوی سوداګریز مارکیټ کې د تېري پنجشنبې په ورځ اور ولګېد چې د مالي زیانو ترڅنګ په کې یو تن مړ او څونورکسان ژوبل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *