په لغمان کې یوه ترهګره ډله نیول شوې ده

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د لغمان په ولایت کې یې د وسله والو طالبانو شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

۹

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د ملي امنیت اعلامیې له خولې،رحمت الله د دې کسان مشر وو چې له حبیب الرحمن مشهور په بیدار،سید یعقوب،عبدالصبور،غفران او ذاهد الله نیول شوې دي.

دغه ریاست نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې نیول شویو کسانو قصد درلود چې د لغمان په مرکز مهترلام کې حملې وکړي چې له وسلو او مهماتو سره یو ځای ونیول شول.

د ملي امنیت ریاست وایی چې دغه کسان له ۳ میل کلاشینکوف،۱۸ دانې شاژور، ۲ تي تي تفنګچې، دوه دوربین او یو شمیر نور توکي له دوي څخه لاس ته راغلې دي.

اعلامیه زیاتوي د وسله والو طالبانو یو بل غړی ممتاز له لغمان څخه ننګرهار ته د ۲۹ کیلوګرامو تریاکو دانتقال پرمهال نیول شوی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *