په فاریاب ولایت کې یوه ۱۸ کلنه میرمن د چړو په ضرب ووژل شوه

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي د یاد ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوې میرمن له وژل کیدو څخه خبر ورکړ.

 

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش خاورمیانه ته وویل:دا ۱۸ کلنه میرمن عاقله نومیږي او د قیصار والسوالۍ په ینګي تاشقل کلې کې اوسیده چې تیره شپه د ناپیژند کسانو او په نا څرګنده دلایلو د چړې په ضرب سره ووژل شوه.

د فاریاب د پولیسو ویاند په وینا د دې قتل عاملانو د شپې له تیارې څخه په ګټه اخیستلو سره په تیښته بریالي شوي دي او د پولیسو لخوا یی پلټنې هم پیل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *