رحیمي: د کابل ښار نهمه حوزه سیمه کې نښتې د ۳ بریدګرو په وژلو سره پاې ته ورسیدې

د کابل ښار امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمې وایی د نمهې حوزې په سیمه کې نښتې څو ساعته ورسته پاې ته ورسیدې.

۲۲

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، دا نښتې تیره شپه شاوخوا ۱ بجه او ۳۰ دقیقو  پیل شوي او د ۷ ساعتونو لپاره یی دوام وکړ یادې نښتې په داسې حال کې پیل شوي چې په بمې چاودنو سمبال یوه موټر د بهرنیانو  یوه میلمستون ته نیږدې ځان ته چاودنه ورکړه.

د کابل ښار امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي رسنیو ته وویل چې د بریدګرو موخه نارت ګیټ وو او دا نښتې د ۳ بریدګرو په وژلو سره پاې ته ورسیدې د نوموړې په وینا په دې نښتو کې د پولیسو یو سرتیری وژل شوی او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

رحیمې زیاته کړه چې په دې نښتو کې هیڅ یوه بهرني ته زیان ندې اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په کابل ښار کې د بریدونو کچه زیاته شوي چې څو اونۍ وړاندې د میدان وردګ ولایت د پولیس د اکاډمې پر زده کونکو خونړی برید وشو او تیره اونې هم د روشنایی غورځنګ پر غړو هم د داعش ترهګرې ډلې لخوا برید وشو چې د دې برید له کبله له ۸۰ څخه زیات کسانو ووژل شول.

د تیرې شپې برید پړه وسلوالو طالبانو په په غاړه اخیستې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *