د جوزجان ولایت قوش تپه ولسوالۍ سقوط ته نیږدې ده

د هلمند ولایت قوش تپه ولسوالۍ چې له څو ورځو را پدې خوا د طالبان تر سختو بریدونو لاندې ده او نیږدې ۲۰۰ امنیتي سرتیري د طالبانو تر محاصرې لاندې دي د طالبانو په لاس د دې ولسالۍ سقوط خطر شتون لري.

۱۱

د جوزجان د ولایتې شورا غړې مولوي عبدالحي خاورمیانه ته وویل:سره له دې چې سیمیزو چارواکو د محاصره شویو سرتیرو سره د هوا د لارې د مرستو ژمنه  شوې خو تر دې مهاله له دوي سره هیڅ ډول مرستې ندې شوي.

د ولایتې شورا یاد غړې ګواښ کوې که د طالبان په شاه تمبولو لپاره ژر تر ژره اقدام ونشې دا ولسوالۍ به د طالبانو په لاس سقوط وکړې.

د دې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ډیر د اندیښنې وړ دی مخکې له دې د هوا له لارې اکمالات به کیدل خو له تیرې ورځې راهیسې د هوا له لارې هم د دې ولسوالۍ ځواکونو ته اکمالات ندې شوي.

نوموړي د حکومت له لوړپوړو نظامې چارواکو څخه نیوکې کوي او هغوي پر قوش تپه ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو په شاه تمبولو څخه په ناغیړې تورنوي.

”چارواکې ګرم دي،د دفاع وزارت ،د کورنیو چارو وزارت او د ملي شورا امنیت سره له دې چې په جریان کې دي خو تر دې مهاله یی هیڅ ډول اقدام ندی کړی”.

د نوموړې په وینا په دې نښتو کې چې له څو ورځو څخه دوام لرې یو پولیس وژل شوی او څو تنه نور سخت ټپیان شوي دي.

په ورته حال کې د جوزجان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله ترکستانې وایی په دې ولسوالۍ کې وضعیت ماتې دونکی دی او په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو محاصره یی هم تایید کړې ده.

د ښاغلې ترکستانې په وینا وسلوالو طالبان له نیږدې ولایتونو څخه د دې ولسوالۍ سقوط لپاره دې ولایت ته راغلي دي او له یوې اونۍ راهیسې یی خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

”له ۷ ورځو راهیسه وسلوالو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او له نورو ولایتونو څخه قوش تپه ولسوالۍ ته راغلي دي او غواړې ترڅو دې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي”.

د جوزجان ولایت د پولیسو قومندان وایی له مرکز څخه یی مرسته غوښتې ده او ډیر ژر به عملیات پیل شې.د جوزجان ولایت دا امنیتي چارواکي د ښکیلو پولیسو سره د مرستو نه رسیدل د دې ولسوالۍ د لارې له بندوالې څخه ښایی.

ویل کیږې د ورستې اونۍ په پاې کې طالبانو یو شمیر امنیتي پوستې نیولې دي او خپل بریدونه یی د قوش تپه ولسوالۍ په مرکز زیات کړي دي.

د قوش تپه ولسوالۍ د جوزجان له نارامو ولسوالسیو څخه ده چې له څو کلونو راهیسې د یادې ولسوالۍ لاره د نظامیانو پر مخ د طالبانو لخوا تړل شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *