له صهیونیستې رژیم سره د مقابلې لپاره د عربې هیوادونو غونډه

د عرب د بهرنیو چارو وزیران،د یکشنبې په ورځ د عرب د مشرانو په ۲۷ غونډه کې د فرانسې لخوا د نړیوالې سولې ناستې پرانیستلو څخه ملاتړ وکړ او د اسراییل او فلسطین د سولې بیا ګرځیدل یی د پام وړ وګرځول.

۹

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاضي المالکې،د فلسطین مشر محمود عباس له خولې وویل، له عربې هیوادنو څخه یی وغوښتل د انګلیس پر خلاف هغه شکایت چې د فلسطین اراضې د یهودې کولو موخه یی درلوده، د فلسطین له دولت څخه ملاتړ وکړي. مالکې زیاته کړه:مونګ به پر فلسطین د بریتانیا د (۱۹۲۰ تر ۱۹۴۸) پورې حکم د اسراییلو د جنایاتو څخه پرده اوچته کړو،مونږ د فلسطین پر ملت د اسراییل تجاوز او جنایاتو محکوم ترڅنګ،ژمنه کو تر هغه چې تیرې پای ته ندی رسیدلی د خپل هیواد او مقدساتو پر وړاندې مقاومت کو.

همداشان د موریتانیا ولسمشر محمد ولد عبدالعزیز ټینګار وکړ هغه حالت چې د سیمې هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي د فلسطین قضیه د عربو له لومړیتوب څخه وتلې ده،همدا علت د دې لامل ګرځیدلی ترڅو د اسراییل حکومت خپل متجاوزانه سیاست زیات کړي.ولد عبدالعزیز زیاته کړه:د فلسطین قضیه د عربې نړۍ تر ټولو مهمه قضیه ده او تر هغه چې عادلانه او دایمې د حل لاره پیدا نشې عرب او نړیوال به خپل قطعه نامو او د عربې هیوادونو طرحو ته دوام ورکړې.همدارنګه د اردن د پادشاه بیانیه چې د یاد هیواد لومړې وزیر لخوا ولوستل شوه،د اردن پادشاه د دینې تاریخې او په قدس کې د سپیڅلو ځایونو څخه او پر الاقصی او قدس شریف باندې د بریدونو پر خلاف له فلسطین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. همداشان د سودان د دولت مشر عمر حسن احمدي البشیر د فلسطین موضوع په اړه وویل:د فلسطین قضیه د عرب نړۍ مرکزي او اساسي قضیه ده او مونږ په اخلاق، دین او ملیت د فلسطین پر موضوع باندې خپلو هڅو ته دوام ورکو.له بلې خوا د تونس د بهرنیو چارو وزیر خمیس الجهیناوي د خاورمیانه د سولې په اړه د روان کال له پای څخه مخکې د نړیوال ناستې غوښتونکی شو او د اسراییل او فلسطین د سولې په اړه پر ویناو ټینګار وکړ.

همداشان نوموړې وغوښتل چې د فلسطین په نیول شویو سیمو کې دې اسراییلې ډلې په شاه تګ وکړي.له بلې خوا د مصر لومړی وزیر شریف اسماعیل وویل:هغه راتلونکی چې مونږ یی خپلو هیوادونو ته پلټنه کو، په لومړیو کې د هغې لپاره مناسبې زمینې رامنځ ته کوو او دا په سیاسې توافقاتو کې د لاس موندنې پرته د هغه بحران څخه چې یو شمیر هیوادونه ورسره مخ دي او د هغه په لومړي کې د فلسطین مسله ده نه ترلاسه کیږي.د فلسطین موضوع د مصر په بهرنی سیاست کې لومړې موضوع ده او مصر به د هیڅ ډول کوښښ څخه شاه تګ ونکړي.

د الجزایر د هیواد مشر عبدالقادر بن صالح د الجزایر د ولسمشر ویاند،عبدالعزیز بوتفلیقه ټینګار وکړ:په سختو شرایطو کې د فلسطین موضوع زمونږ مهم ترینه موضوع د فلسطین په اړه ده د اسراییل متجاوزه رژیم د انسانې حقوق تر پښو لاندې کولو او د شرعې دولت د فلسطین د خلکو مشروع حق د دولت او پایتخت رامنځ ته کړی دی ،.الجزایر له نړیوال سازمان او نور نړیوال نهادونو څخه غواړې د تجاوز کونکو پر سر د فشار راوړلو خپله دنده سرته ورسوي او ټول قانونې او نړیوال توافقنامې د نړیوال سازمان په برخه کې عملې کړي.همداشان د عرب مشرانو د فلسطین د مرکزیت د عرب ګډو افق او د فلسطین له مظلوم ملت څخه د دښمن پر وړاندې د اسراییل د مخکنې برنامو په اړه وینا او ټینګار وکړ د دایمې او عادلانه د حل ارې لپاره د عربې سولې اقداماتو پر اساس،مادې ارزښتونه، نړیوال قوانین او اړوندو تصمیماتو باندې ټینګار وکړ.د نړیوالې ټولنې مشران د نړیوال قطع نامو د اسراییل د تجاوز د پای ته رسیدو او د عربې هیوادونو له نیول شویو سیمو څخه په پوره توګه د وتلو له هغې ډلې د سوریې او د لبنان له جنوب څخه د ۱۹۶۷ د جولای تر ۴ شول.

د یادونې وړ ده چې د عرب مشرانو د نواکشوط ناسته په یوه ورځ کې پای ته ورسوله،دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه چې دا ناسته به د دوه وو ورځو لپاره وي؛زیات شمیر تحلیل ګر د دې مسلې علت د عرب د مشرانو کم ګډون بولې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *