د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۲۲ ترهګر وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوایی بریدونو کې د داعش ۲۰ ترهګر وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

۷

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د ننګرهار ولایت مطبوعاتې دفتر نن لیکې دي چې دا عملیات پرون ورځ او شپه د داعش پر مواضع باندې د وچ تنګي او الیاس بابا په سیمو کې ترسره شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلې چې په دې ځمکنې او هوایی بریدونو کې د داعش ډلې ۲۰ ترهګر وژل شوي او دوه تنه نور یی ټپيان شوي دي.په خبر پاڼه کې راغلې دي چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې دوه میله دهشکي لمنځه وړ شوي او د جګړې په میدان کې د یو شمیر ترهګرو مړي پراته دي.

د خبرپاڼې معلوماتو پر بنسټ د هسکه مینه ولسوالۍ په مشابې عملیاتو کې یو میل پیکا،دوه میله کلاشینکوف،دوه میله راکټ،یو میل توپ،یو میل ۳۰۳ ډوله توپ،دوه دوربینونه او یو شمیر مهمات د امنیتې ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د کمانډو ځواکونو د کوټ ولسوالې یو شمیر مهمې سیمې د داعش له شتون څخه پاکې کړې او د هغوي مهم مرکزونه یی هم ونیول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *