د بیوزلو وګړو له جیبونو څخه مصر ته د سعودې لخوا د یو میلیارد ډالرو مرسته وشوه

د عربستان یو شمیر فعالینو د آل سعود له دا شان سخاوتمندې څخه په نیوکو یادونه وکړه چې دا مرستې به بیاځل پرانیستل کیګې چې د عربستان ځوانان د یو شمیر ستونځو لکه فقر،بیکارې،او د مسکن نشتون سره مخ دي.

۶

منیره الجش په ټولنیز رسنیو کې لیکې:خدایا،کله به د سعودې چارواکي له خلکو څخه ملاتړ وکړي،کله به د لوړو زدکړو په برخه کې د عربستان نجونو ته د غیر عربستانې نجونو په وړاندې لومړیتوب ورکړل شې؟

له مدینه منوره څخه سرمدي لیکلې:مونږ له مصر سره مینه لرو خو زمونږ خپل لا واجب دي،د زدکړو،پالنې او بیکارې وضعیت مخ په رسوا کیدو ده،لومړی خپلو وکړو ته حق ورکړي ورسته بیا له بهرنیانو څخه ملاتړ وکړې،مونږ له فقر،بیکارې، د استوګن او مالې بحران سره مخ یو،نیږدې کسان لا واجب دي،هغه څراغ چې په کور کې بل وي جومات ته یی وړل حرام دي.

له جدې څخه نافع السلیمې ولیکل:د عربستان هغو وګړو ته چې کم لګښتو لاس ته راوړلو سره مخ دي د یو میلیارد ډالرو ورکړه د دوي د وضعیت د ښه کولو لپاره کافې دي.د عربستان یوه لیکوال ترکي الشلهوب لیکلي دي:د عربستان مسولانو مصر ته یو میلیارد ډالر له مصر سره مرسته کوي او د عربستان د وګړو له جیبونو څخه هغه بیا ځلې اخلې، زمونږ فقیران لومړي توپ لرې،د بودیجې له کمښت سره مخ یو،زمونګ د هیواد یو څلورمه برخه فقیر دي او زیات شمیر یی کورونه نلرې.

یو سیاسې انتقاد کونکې لیکلې دي:فقر عیب ندی خو حکومتې شرم دی چې دنفت په سمندر کې غوټې وهې خو خلک یی په فقر کې ژوند کوي.

عماد الحواس لیکې:مصر ته د عربستان د یو میلیارده ډالرو مرسته د یوې میرمنې پر سر کور ویجاړ کړی دی او هغه یی له خپلې کورنې سره آوره کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *