په یمن کې د جنګې جنایت له کبله د آل سعود د مشرانو د محکمې کولو کمپاین

د خاورمیانه د پراختیا او بشري حقونو سازمان د څو نړیوالو حقوقي موسسو په مرسته، په یمن کې د سعودي جنګي جنایتکارانو محکمې په موخه یو کمپاین په لاره واچو.

۳

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د خاورمیانه پراختیا او بشري حقونو سازمان په یمن کې د سعودي جنګي جنایتکارانو د محکمې په موخه یو نړیوال کمپاین په لاره واچوو.

د دې سازمان مشر عبدالله علاو په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: مونګ شپګ میاشتي مخکې د یو شمیر کورنې او بهرنې سازمانونو په مرسته د سعودې متجاوزینو لخوا د جنایاتو یو شمیر مستندونه را ټول کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: په یمن کې د سعودې د جنایاتو او د بمبار دوام په ترڅ کې په دې هیواد کې ۱۳ زره تنه وژل شوي او ۳۵ زره نور ټپیان شوي دي.

عبدالله په پای کې ټینګار وکړ چې دا کمپاین په دې موخه په لاره اچول شوی ترڅو د نړیوال سازمان بنسټ او د حقوقي سازمانونو ونډه د بشري حقونو ناقضانو او د یمن پر بی وزله ولس د جنګي جنایاتو محاکمه او د هغوي د نه سزا ورکړې په موخه په لاره اچول شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *