په جوزجان ولایت کې ۱۱ تنه طالبان وژل شوي دي
د شاهین ۲۰۹ قول اردو د یوه خبر پاڼې په استولو سره په جوزجان ولایت کې د نښتو پر مهال د ۱۱ وسلوالو طالبان د مړینې څخه خبر ورکړ.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د د خبرپاڼې له خولې،د دې ولایت په مردیان ولسوالۍ کې په هغو عملیاتو کې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوې وو د ۱۱ تنو وژنو په ګډون ۱۱ میله کلاشینکوف،یو میل پیکا او د دې ډلې ۸ عرادې موټر سایکل د امنیتي سرتیرو لاس ته ورغلې دي.
دا په داسې کې ده چې تیره پنجشنبه د یاد ولایت په پنجګانه آقچه ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو پر پوستو د بریدونو له کبله له ۱۰۰ څخه زیاتې کورنې له خپلو کورنو څخه بیځایه شوي وو.