د یمن د پوځ او د خلکو د کمیټو بریاو په دوام

په یمن کې یوې سرچینې اعلان وکړ چې په هغو عملیاتو کې چې د یمن خلکو او پوځ لخوا ترسره شوي وو د سعودې یو شمیر نور پوځیان یی لمنځه وړي دي. دا عملیات د سعودې د الوتکو د تجاوزي بریدونو او د آل سعود رژیم ته ځواب وو.

۸

په دې عملیاتو کې د یمن پوځ د نجران په رجله پایګاه کې یو ټانګ خپل موخه وګرځو  د دې عملیاتو په ترڅ کې د سعودي د زرهي  ۸۴  لشکر د مشر د وژلو په ګډون د سعودې یو بل پوځې هم وژل شوی دی.همداشان د نجران په یوه بله سیمه کې د عملیاتو له کبله د سعودې یو زرې پوشه د یوه بم چاودنې له کبله ویجاړ شو او په هغه کې ناست کسان لمنځه تللي دي.

د سعودې دا کښتې د خضراء پایګاه په لودیځ کې موخه ګرځیدلې ده. د عسیر په سیمه کې هم د سعودي دوه پوځیان د یمن پوځ لخوا وژل شوي دي چې غوښتل یی په دې سیمه کې نوی سنګر رامنځ ته کړي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *