د عربستان د ټویټر فعال مجتهد د عربستان او اسراییل له یو شمیر پټو اړیکو څخه پرده اوچته کړه

د ټویټر یو فعال د مجتهد په نامه چې د عربستان یو شمیر مسولانو سره نیګدې اړیکې هم لرې د عربستان او اسراییلو ترمنځ د یو شمیر پټو اړیکو څخه پرده اوچته کړه مجتهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلې دي.

۳۳

:د عربستان پادشاهي دربار لخوا  انور عشقي اسرایلو ته رسمې سفر وکړ.او دا سفر د جوړجاینې او  د امریکا د پام د جلب په موخه محمد بن سلمان ته ګڼل کیګې ترڅو نوموړی د محمد بن نایف پر ځای مناسب شخص وی.

مجتهد په خپل بل ټویټر پاڼه کې د عربستان اسراییل اړیکو په اړه وویل:یو شمیر احمق کسانو په عربستان پورې اړوند جاسوسانو نوم محمد بن نایف ته ورکړي دي خو دا کسان په خپله نیول شوي دي او ترې څیړنې او شکنجې شوي دي او یادو جاسوسانو پرته له کوم ستونځو خپل کړنو ته دوام ورکوی.

نوموړي په بل ځای کې وویل:له اسراییلو سره  بن نایف اړیکې د محمد بن سلمان څخه ډیرې پراخې او پخوانې دي خو تل دا اړیکې پټې وي ځکه چې د دې کار موخه په ټولنه کې امنیتي یوالی دی او نه دا چې د اړیکو عادي کول.نوموړي زیاته کړه:اسراییلي مسولانو په ډیر اوښیارې سره دواړه یی مدیریت کړي دي ترڅو دواړ یاد شویو اهدافو ته( له محمد بن سلمان سره د اړیکو عادې کول او د ټولنې د امنیتي یوالی له بن نایف سره) ورسیګې او دې موخې ته د رسیدو لپاره هر یوه ته یی څرګنده کړې چې له بل څخه ډیر اړین دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *