د سوریې په حلب ښار کې د روسیې د عملیاتو په اړه اندیښنې راپورته شوي دي

د ملګرو ملتونو سازمان او امریکا د سوريي په شمالي ښار حلب کې د روسیې له لوري د بشري خدمت لپاره د ځانګړو عملیاتو پر پلان اندېښنه څرګنده کړه.

۴

د روسیې حکومت او په سوریه کې د بشارالاسد رژیم اعلان کړی چې د حلب ښار شاوخوا ته به د بشري کمک لپاره لارې پرانیزي او په دې ډول به ملکي خلکو او هغو وسله والو ته چې تسلیمیږي، له حلبه د تيښتې لار ورکړي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري پرون جمعه وویل دا پلان ښايي په سوریه کې د بحران د سیاسي حل لپاره د واشنګټن او مسکو ګډ پلان تخریب کړي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي سټیفن دې میستورا هم پرون پر روسیه غږ وکړ چې په حلب کې د داسې لاروپرانیستل د ملګرو ملتونو سازمان او د دې سازمان ملګرو ادارو پریږدي.

دې میستورا وویل، ددې پلان په اړه یې له روسیې توضیحات غوښتي اوپه حلب کې يې د تشدد د زیاتیدو له امله انديښنه څرګنده کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *