د کوکچې په سیند کې ۱۱ تنه زده کونکي ډوب شوي دي

د تخار او بدخشان ولایت ۱۱ تنه زده کونکي او ماسټران چې د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ ته د تفریح په موخه تللي وو د کوکچې په سین کې ډوب او لار ترکه شوي دي.

۶

د بدخشان د والي ویاند نوید فروتن خاورمیانه ته وویل،دا پیښه تیره شپه د بهارک ولسوالۍ په خواجه ابدال سیمه کې منځ ته شوي ده.

د نوموړي په وینا،د تخار او بدخشان ولایت ۱۲ تنه زده کونکي چې له ترکیې څخه یی خپل ماسټري ترلاسه کړي وو او د تفریح لپاره د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ ته راغلي وو چې د بیرته ستنیدو په وخت کې د دوي مازدا ډوله ګاډی له سړک څخه وتلی او د کوکچې سیند ته لویدلي دي.

د فروتن په وینا له دې ډلې څخه یوازې یو تن توانیدلی چې ځان وژغوري؛ خو ۱۱ تنه نور په سیند کې ډوب او لادرکه شوي دي.

د بدخشان د والي په وینا د ۱۱ تنه ډوب شویو کسانو له ډلې نن سهار د یوه کس مړی پیدا شوی دی او ۱۰ تنه نور یی لادرکه دي.

دوي وویل چې د لادرکه شویو کسانو پلټنه د امنیتي ځواکونو په مرسته دوام لري.

فروتن وایی هغه یو زده کونکي چې په دې پیښه کې ټپي شوی دی د بهارک ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *