په کندز کې ۲۲ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبان تر منځ په نښتو کې ۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

۵

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د کندز امنیه قومندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وایی دا جنګیالي هغه مهال وژل شوي او ټپيان شوي دي کله چې د دشت ارچې ولسوالۍ په سیمو کې د امنیتي ځواکونو سره یی نښتې وکړې.

جنګل باغ وایی: تیره ورځ هم طالبانو د امنیتي ځواکونو سره نښتې وکړي چې دوي ته د درنو تلفاتو اوښتو ورسته هغوي په شاه تللي دي چې د مړه شويو کسانو جسدونه د جګړې په میدان کې دي.

نوموړی وایی چې په دې نښتو کې امنیتي او دفاعې سرتیرو ته کوم زیان ندی رسیدلي او نښتې اوس مهال بندې شوي دې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې طالبانو د دشت ارچې ولسوالۍ سقوط په موخه خپلو بریدونو ته پراخ والی ورکړی دی؛ خو دا بریدونه د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *