په هلمند ولایت کې د طالبانو دوه قومندانان نیول شوي دي

د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ملي امنیت کارکونکو عملیاتو په لړ کې د طالبانو دوه جګپوړي قومندانان نیول شوي دي.

۶

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې له خولې،شرف الدین او شایسته د طالبانو دوه هغه قومندانان دي چې د ګرمسیر ولسوالۍ په دیوالک کلې کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼې کې راغلې دې چې شرف الدین د مولوي حقیار ډله پورې اړوند کس وو  نیول شوی نوموړی د هلمند پر محلې پوستې به برید کې چې پکې ۳۰ محلې پولیس ووژل شول ونډه درلوده.

د ملي امنیت ریاست وایی چې د طالبانو یو بل قومندان هم د شایسته په نامه نیول شوی دی چې له امنیتي سرتیرو سره په مخامخ نښتو کې د ده یو کس هم وژل شوی دی.

د خبرپاڼۍ له مخې د نیول شویو کسانو څخه یو میل پیکا،دوه میله کلاشینکوف او یو عراده کرولا موټر هم لاس ته راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په ننګرهار کې هم د داعش یو ماهر ماین جوړونکی هم نیول شوی وو.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *