په حلب کې د ترهګرو لارې بندې شوي دي

د سوریې امنیتي ځواکونه وایی د حلب په ختیځ کې د ترهګرو پر وړاندې ټولې مواصلاتې لارې بندې شوي دي.

۸

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د روسیې دالیوم سایټ له خولې، د سوریې د پوځ لوی درستیز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلې د دې هیواد پوځ توانیدلي ترڅو ټولې هغه لارې په خپل کنټرول کې ونیسي چې ترهګر ترې تمویلیدل.

څو موده وړانده د سوریې پوځ له وسلوالو مخالفینو څخه غوښتې وو ترڅو خپلې وسلي په ځمکه کیګدې او هغه  ځای پریګدي.

د سوریې پوځ یوه میاشت وړاندې یو عملیات پیل کړي وو چې په هغه کې له ۱۰ تر ۱۵ زره ترهګر محاصره شوي وو او هغه لارې یی ټړلي دي چې له هغې لارې له دوي څخه ملاتړ کیدو.

د هغو خلکو لپاره اندیښني شته چې دې سیمه کې شتون لري او د سوریې پوځ هڅه کوي ترڅو خلک وژغوري او له خلکو څخه غواړې چې د پوځ سره مرسته وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *