دفاع وزارت وایی هڅه کو ترڅو نیول شوي سیمي وساتو

د افغانستان دفاع وزارت وایي، جدي هڅې کوي تر څو د یوه مېکانېزم له مخې هغه سیمې چې له وسله والو نیول کیږي وساتل شي.

۲۲

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن د یوې خبري ناستې په پای کې  وویل چې داعش ډله په جدي توګه ځپل شوې او ورڅخه په نیول شوېو سیمو کې تحکیمات روان دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وایي، تر راتلونکو څو میاشتو به په بېلابېلو ولایتونو کې په یوه وخت وسله والې وسله والې ډلې په نښه شي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې د قهر سیلاب په نوم د عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه سلګونه داعش جنګیالي وژل شوي، لسګونه ټپیان او څلورویشت یې اسیر نیول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *