په ننګرهار کې د داعش ۴ ترهګر د تیښتې پر مهال ونیول شول

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر د یوه خبرپاڼۍ په خپرولو سره په دې ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې له ۴ غړو نیولو څخه خبر ورکړ.

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د خبرپاڼې له مخې، نن د چهارشنبې په ورځ د هسکه مینه ولسوالۍ په یاغي بند کلۍ کې د داعش ۴ غړې د تیښتې پر مهال ونیول شول.

د یادې خبرپاڼې پر اساس د امنیتي سرتیرو په هوایی برید کې چې د کوټ ولسوالۍ په لاغر جوی کلې کې ترسره شول د داعش ډلې ۳ نور کسان هم وژل شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې تیره ورځ د ننګرهار مطبوعاتې دفتر وویل چې په ننګرهار کې د امنیتي سرتیرو په هوایی عملیاتو کې د داعش مهم تربیتي مرکز،محکمه، قرارګاه او دې ډلو ته نور اړوند ادارې له منځه وړل شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل