په سوریه کې د چاودنې له کبله ۳۰ تنه وژل شوي او په لسکونه نور ټپیان شوي دي

د سوریې قامشلي ښار په لودیځ کې د یوه چاودنې له کبله ۳۰ تنه وژل شوي او په لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

۹

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، په سوریه کې منابعو اعلان کړی چې د سوریې په قامشلي ښار کې د یوه چاودنې له کبله چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی وو ۳۱ تنه وژل شوي دي او په لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

منابع زیاته کړه چې ښکارې دا چاودنه په یوه لارې کې چې بمب پکې ځای پر ځایه شوی وو رامنځ ته شوی وی.

دا په داسې حال کې ده چې النشره ریپوټ ورکړی وو چې په قامشلي کې دوه چاودنې رامنځ ته شوي دي چې یو یی په موټر کې د بمب ځای پر ځایه کولو له کبله او بل یی د موټرسایکل د چادو له کبله رامنځ ته شوي دي.

د هغه آمارو له مخې چې د سوریې سانا رسمې خبري څانګې له لورې په نشر رسیدلی په دې برید کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور یی ټپیان کړي دي.

د دې برید پړه د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *