په بحرین کې د شیخ عیسی قاسم د محکمې پیل ورسته یو شمیر کسانو لاس په لاریون پورې کړ

په بحرین کې تیره شپه د شیعه ګانو د مشر شیخ عیسی قاسم یو شمیر مینه والو د نوموړی د محاکمې د لړې پیل ورسته لاس په لاریو پورې کړ.

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،لاریون کونکو له شیعه وګړو سره د دې رژیم د ناسم چلند او د شیعه ګانو له مشرانو له هغې ډلې آیت الله عیسی قاسم سره د بد چلند څخه اعتراض تر څنګ له دې تصمیم سره خپل مخالفت اعلان وکړ.

ویل کیګي چې د سې شنبې غرمې ورسته د منامه او حومه سیمو کې ټول تجارتي مرکزونه تړل شوي دي او د بحرین خلک له پلور څخه ډډه کوي.

دا لاریون د شیخ عیسی قاسم د بلنې ورسته د نوموړی کور مخې ته شوی دی.

په دې اساس خلکو د لاریون سره د یو مټې کیدو په موخه د خپل کورونو څراغونه مړه کړي دي او  د خپلو کورنو له چت څخه د منامه رژیم خلاف شعارنه ورکوي.

عیني شاهدان وایی،د بحرین امنیتي چارواکې د الدراز په سیمه کې چې د شیخ عیسی کور دی د امنیتي تدابیرو په نیولو سره  هڅه کوي ترڅو نورو سیمو ته د دې لاریون له لیګد څخه مخنیوی وکړي.

د دې شیعه روحاني د کور شاوخوا سیمې له څو میاشتو را پدېخوا ورسته له هغه چې د بحرین حکومت لخوا د نوموړی تابعیت لغو د آل خلیفه رژیم د دې پریکړې خلاف د زرګونو شیعه لاریون کونکو شاهد.

په دې ورستیو کې د انسانیت خلاف د آل خلیفه رژیم  د بحرین د شیعه ګانو د مشر شیخ عیسی قاسم تابعیت یی لغو کړو.

Author

خروج از نسخه موبایل