د شیخ عیسی قاسم د محکمې نیټه د اسد تر ۲۴ وځنډیده
د بحرین څارنوالۍ ریپوټ پر اساس د شیخ عیسی قاسم محکمه د نوموړی په محکمه کې د نوموړی نشتون له کبله د اسد تر ۲۴ نیټې پورې وځنډیده.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د بحرین څارنوالۍ اعلان وکړ چې شیخ عیسی ته جلب لیګل شوی وو خو د نوموړی زوی د هغه له اخیستو څخه ډډه وکړه.
همداشان په محکمه کې د هیڅ یو تورن نشتون د دې لامل شو چې د محکمې پریکړه بلې جلسې ته وځنډیګې.
د محکمې بله جلسه د آګسټ په ۱۴(د اسد ۲۴) ترسره کیګي.
د بحرین قضایی څانګې د دې هیواد د شیعه ګانو تر ټولو لوی رهبر له ترهګرو سره په مرسته تورن کړی دی.
د بحرین خلک د شیخ عیسی قاسم د کور تر څیرمه ټول شوي او اعلان کړي چې د ځان په قیمت به له ده څخه دفاع کوي.
د بحرین قضایی څانګې مخکې له دې د دې هیواد د شیعه ګانو تر ټولو مشر تابعیت لغو کړی وو.