خوګیانۍ وایی له داعش څخه په نیول شویو سمیو کې به منظم میکانیزم رامنځ ته شي

د ننګرهار چارواکي وايي، په هغو سیمو کې به چې د داعش خلاف پوځي عملیات روان دي د ثبات د ټینګښت لپاره د پوځي او ملکي ادارو له خوا په ګډه یوه داسې مېکانېزم عملي شي څو دا سیمې د بل ځل لپاره د وسله والو لاس ته ونه غورځي.

۳

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، د دې ولایت په هغو سیمو کې به چې د داعش څخه نیول کېږي، د لومړي ځل لپاره یو داسې مېکانېزم عملي شي چې په راتلونکي کې د دې سیمو ثبات یقیني کړي.

عطاالله خوګیاڼي وايي، افغان نظامي او ملکي چارواکي د ولسونو سره په ګډه پر یو داسې طرحه کار کوي چې وسله وال په دې سیمو کې بیا ځای ونه نیسي.

ښاغلي خوګیاڼي د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو سره په خبرو کې دا د ثبات د ټینګښت لپاره عملیات وبلل او ویې ویل:

“دا عملیات به هم په لنډو ورځو کې پیل شي چې هم به د ملکي ادارو له لوري هغه تاسیسات چې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې ویجاړ شوي ورغول شي. په ځینو برخو کې به نوې د رغونې چارې هم پیل شي. همدارنګه به له کروندګرو سره مرسته وشي او له ځايي خلکو سره به په نورو برخو کې هم مرستې وشي. د لومړي ځل لپاره به داسې یو مېکانېزم رامنځ ته شي چې دې سیمو کې د تل لپاره ثبات ټینګ او بیا د مخالفو وسله والو په ځالو بدلې نه شي.”

د سې شنبې په ورځ رسنیو هغو تصویرونه خپاره کړل چې په کې د افغانستان د ملي اردو ځواکونه، د کوټ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د داعش په محکمو او نورو ودانیو او دفترونو کې لیدل کېږي.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، په کوټ کې دا عملیات د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا روان دي چې په کې د نړیوال ځواکونه د هوايي ملاتړ او د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو په برخه کې افغان ځواکونو سره همکاري کوي.

ښاغلي خوګیاڼی وايي:

“د دې عملیاتو پر مهال تر اوسه پورې د کوټ ولسوالۍ ډیرې سیمې د داعش له وسله والو پاکې شوي. یوازې یو کلی پاتې دی چې اوس په کې تصفیوي عملیات دوام لري او ډېر زر به موږ د کوټ ولسوالۍ له داعش وسله والو په بشپړه توګه یوه پاکه شوې ولسوالۍ اعلان کړو.”

د ننګرهار د والي د ویاند ښاغلي خوګیاڼي په وینا د کوټ له تصفیې وروسته به د عملیاتو ډېر تمرکز اچېن ته واوړي او دا ولسوالۍ به هم د داعش وسله والو پاکه شي.

د دوشنبې په شپه په اچېن کې د عملیاتو پر ترڅ کې د افغان چارواکو په وینا د ۱۲۰ په شاوخوا کې داعش وسله وال وژل شوي او د شلو په شاوخوا کې ژوندي نیول شوي.

د دفاع د وزارت ویاند محمد رادمنش د فرانسې خبري اژانس ته د اچېن په اړه ویلي چې دغلته یې د داعش وسله والو ته د دوی د جنایاتو ځواب ورکړی.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، په مجموعي توګه په تېرو پنځو ورځو کې د کوټ او اچېن په شمول د ننګرهار په څلور ولسوالیو کې د داعش د پنځه سوو په شاوخوا کې وسله وال وژل شوي دي.

دی وايي:

“تر اوسه پورې چې کوم معلومات له موږ سره شریک شوي دي، په کوټ اچېن او او دوو نورو ولسوالیو کې د داعش خلاف په روانو عملیاتو کې د دې ډلې پنځه سوه وسله وال وژل شوي چې په دې کې د دوی لوړ پوړي قومندانان د محکمو مشران، روزونکې او نور شامل دي.”

خوګیاڼي وايي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د څلور خواوو څخه سیمې محاصره کړي څو د داعش وسله والو ته د تېښتې لاره پاتې نه شي.

نوموړې وویل، په دې پنځو ورځو کې د عملیاتو په ترڅ کې افغان امنیتي ځواکونه یوازې څو تنه ټپیان لري او څوک یې وژل شوي نه دي.

د داعش پر ضد عملیات په داسې حال کې چټک شوي چې دې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې پر یو سوله ییز لاریون ځانمرګي بریدونه وکړل چې تر اویاوو زیات کسان یې ووژل او تر ۲۳۰ زیات نور یې ټپیان کړل.

د فرانسې خبري اژانس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ویاند چارلز کلیفلینډ له خولې وايي، د داعش ډلې په افغانستان کې ډیرې سیمې له لاسه ورکړي او اوس دا ډله په دوه درې ولسوالیو پورې محدوده ده.

نوموړي ویلي، د امریکا هوايي ځواک د دې ډلې خلاف د روان میلادي کال له پیل راهیسې څلور نیم سوه هوايي بریدونه کړي دي.

د ناټو په مشرۍ ایتلاف اټکل کوي چې په افغانستان کې به د داعش په نوم له زرو څخه تر درې زرو پورې وسله وال موجودي وي چې ډېر یې د پاکستاني او افغان طالبانو څخه جلا شوي وسله وال دي، همدرنګه یو شمېر ازبک، تاجک او د ځینو نورو هېوادونو سخت دریځي وسله وال هم ورسره لیدل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *