خالد العطیه د ترکیې په کودتا کې د عربستان لاس لرلو څخه پرده پورته کړه

د قطر په دفاعې امورو کې وزیر خالدالعطیه وویل:داسې سند مو تر لاسه کړی چې څرګندوی چې د ترکیې له کودتا څخه عربستان او اماراتو خبر درلود او د کودتا پر وړاندې یی معنی لرنکي سکوت اختیار کړ.

۹.۱

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د قطر دې چارواکي وویل:د سعودي شهزاده او د اماراتو یو لوړپوړي چارواکي په مانور  “نسر الأناضول” کې د پوځیانو له لارې چې د روان کال په میاشت کې ترسره شول، د ترکیې له ناکامه کودتا څخه یی خبر درلود خو دوي د ترکیې چارواکې له کودتا څخه خبر نکړل.

د دې سند پر اساس،د عربستان شهزاده او په ترکیه کې د عربستان سفیر عادل سراج مرداد د فرانسې او امریکا له نظامیانو سره د ترکیې د پوځ جنرالانو چې د ترکیې په انجرلیک هوایی ډګر کې یوې بلې پایګاه شتون درلود خبر لرلو.

همداشان دا سند څرګندوي چې د ترکیې د کودتا طرحه د آګیسټ په راتلونکي میاشت کې ترسره کیده خو په نامعلومه دلایلو د روانې میاشتې په ۱۵ دا کار وشوو.

العطیه زیاته کړه:د عربستان او ترکیې ترمنځ د موصل په مالیکت او د کرد ناستو سیمو باندې زیات شمیر اختلافونه شتون لري او د پوتین سره د اردوګان تلفونې اړیکه د عربستان او اماراتو د سختو اندیښنو لامل ګرځیدلی دی.

شاید د عربستان سکوت په ترکیه کې د فرانسې او امریکا د کودتا طرحې ویر د همدې ټیلفونې اړیکې څخه وي.همداشان د عادلجبیر او د اماراتو او عربستان د ترکیې له کودتا څخه د دوه مخې ملاتړ هم د دهمدغه مطلب څرګندوال وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *