د کومنډو په ځانګړو عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې ۱۵۸ تنه وژل شوي دي

په ننګرهار کې د داعش ترهګرې ډلې پر مواضع باندې د ملي اردو کومانډو د علمیاتو پر ترڅ کې د یادې ډلې ۱۵۸ تنه وژل شوي او ۶۰ تنه نور یی ټپیان شوي دي.

۵.۱

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د ننګرهار ولایت مطبوعاتې دفتر د یوه خبرپاڼې له خپرولو په ترڅ کې وویل چې د ملي دفاع وزارت د کومانډو عمومې قومندان تورن جنرال بسم الله وزیري په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې د دې عملیاتو په ترڅ کې زیات شمیر سیمې له داعش ترهګرې ډلې څخه پاکې شوي دي.

وزیري وویل چې دا عملیات د داعش ډلې لمنځه وړلو په موخه په لاره اچول شوي وو چې د دې عملیاتو په ترڅ کې په کوټ،ناریان،اچین او هسکه مینه ولسوالیو کې د داعش ډلې ۱۵۸ تنه وژل شوي او ۶۰ تنه نور یی ټپيان شوي دي.

د وزیري له قوله په خبرپاڼه کې راغلې چې په دې عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې یو شمیر مهم نظامي،قضایی او عدلي مرکزونه د کومنډو لخوا فتح شوي دي.

د ملي دفاع وزیارت د کومنډو عمومي قومندان ویلي(د داعش ترهګرې ډلې غړي له کومنډو سره د مخامخ جګړې توان نلرې او هر چیري چې وي وژل کیګي).

په ورته حال کې منبعې په هغو سیمو کې له عملیاتو څخه خبر ورکړ چې داعش پکې شتون لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د بهرنیو او افغان پوځیانو په هوایی او ځمکنې بریدونو کې د داعش ډلې ته درانه تلفات اوښتي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *