د غزني ولایت د ښځو د چارو مشره له یوه برید څخه په سلامته ووته

د غزني ولایت د ښځو د چارو مشرۍ د ناپیژنده وسلوالو کسانو له برید څخه سلامته ووته؛خو د غزني د مستوفیت خزانو مشر ووژل شو.

۵

د غزني د والي ویاند جاوید سالنګي خاورمیانه ته وویل چې دا پیښه نن سهار ۸ بجو شاوخوا د غزني ښار په موی مبارک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د نوموړي په وینا،دا پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د غزني ولایت د ښځو چارو مشره او د دې ولایت د مستوفیت د خزانې مشر خپلو دندو لور ته روان وو او د ناپیژنده وسلوالو لخوا د دوي پر موټر ډزي وشوي.

سالنګي زیاته کړه چې له دې برید څخه د غزني ولایت د ښځو چارو مشره ژوندې ووته؛خو د دې ولایت د مستوفیت خزانې مشر محمد شفیق خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د غزني د والي ویاند وویل چې د برید کونکي هویت لا څرګند ندی او په دې اړه څیړنې پیل شوي دي.

تر دې مهاله د برید پړه چا او نه هم کومې ډلې په غاړه اخیستې .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *