میشل اوباما او برني سندرز وایی هیلري کلنټن باید د امریکا ولسمشره شي

د امریکا د فلادلفیا په ښار کې د ډیموکرات ګوند د ملي‌ کنوانسیون لومړنۍ ورځ د سناتور برني‌سندرز په احساساتي‌ او هر اړخیزو خبرو ختمه شوه.ښاغلي‌ سندرز،‌ چې په مقدماتي‌ انتخاباتو کې د هیلري‌کلنټن مخکښ سیال و، په کلکه له خپلو پلویانو وغوښتل چې هیلري‌کلنټن ته رایه ورکړي.

7

سندرز وویل شاید ډېر داسې مسایل وي، چې هغه له هیلري‌سره پرې موافق نه وي، خو په خبره یې هیلري‌کلنټن د امریکا د جمهوري‌ریاست لپاره وړ او مناسبه کس ده. هغه چې باید هیلري‌ کلنټن د امریکا راتلونکې جمهور رئیسه شي.

ښاغلي‌سندرز خپله اوږده وینا په دې ټکو ختمه کړه( زه افتخار کوم،‌ چې نن د هیلري کلنټن ‌تر څنګ ولاړ یم او  ملاتړ یې کوم) نوموړي په خپلو خبرو کې د جمهوري‌غوښتونکو ګوند د کاندید دونلډ ترمپ پر تګلارو هم کلکې نیوکې وکړې او وویل چې هغه ښاغلی ترمپ به هیڅکله هم د امریکا ولسمشر نشي‌ او له مکسیکو سره پر سرحد د دیوال جوړولو ارمان به هم پوره نشي.

تر ښاغلي‌ سندرز مخکې د ولسمشر اوباما میرمن،‌ میشل اوباما،‌ خبرې وکړې. هغې وویل هیلري‌ کلنټن یوازینۍ کاندیده ده،‌ چې د امریکا د جمهوري‌ ریاست د څوکۍ وړتیا لري. میرمن اوباما پر امریکایانو غږ وکړ، چې د نومبر په عمومي‌انتخاباتو کې داسې یو چاته رایه ورکړي،‌ چې په خبره یې د امریکا د راتلونکي‌ نسل په اړه فکر کوي.

د دوشنبې په ورځ د مازدیګر له څلورو بجو نهد ویناو لړۍ پیل شوه، چې په کې د متحدو ایالتونو د بېلابېلو ایالتونو استازو او سیاستوالو خبرې وکړي. د کډوالو، ښځو، همجنسبازانو، معلولیونو او د ټولنې د داسې نورو پاړکیو په استازولۍ خلکو خبرې وکړي،‌ او د ټولو خبرې پر همدې وې،‌ چې باید هیلري‌ کلنټن ولسمشره شي او دونلډ ترمپ ناکام شي.

د ویناو په منځ‌ منځ کې ځينو مشهورو سندرغاړو سندرې هم وویلې، ټوکمارانو او لوبغاړو ټوکې او ټکالې هم وکړي. نن سه شنبه د کنواسیون دویمه ورځ‌ ده، چې مهم ویناوال یې د امریکا پخوانی ولسمشر، بل کلنټن، دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *