غربي ـ عربي رسنۍ ایران له بشري حقونو په سرغړونو تورنوي

په غربي او عربی رسنیو کې ایران په اسلامې نړۍ کې د شیعه ګانو اصلې مرکز ښودل شوی دی چې د خپل سنې وګړو پر وړاندې نامناسبه چلند کوي او په یو شمیر مواردو کې د هغوي په لومړیو حقونو ورکړه کې پاتې راغلی دی.

۱.۱

د دې پوښتنې په تړاو د قم د تبلیغاتې دفتر مرستیال ښاغلې آزاد وویل چې په دې هیواد کې نیګدې ۸۰ جوماتونه شتون لري چې له دې شمیر څخه ۱۳ زره جومات د سونیانو دي.که د هیواد جمعیت ۷۰ میلیونه وښایو ، د هر ۱۰۰۰ شیعه وګړو لپاره یو جومات جوړ شوی دی او دا په داسې حال کې ده چې د ایران سنې وګړي له ۷ تر ۸ میلیونو کسانو برآورد کیګي، په میانه ډول د هر ۶۰۰ کسانو لپاره یو جومات جوړ شوی دی.

د شیعه ګانو ۵۰ سلنه جوماتونه د جماعت امام او روحانې نلري خو د سونیانو هیڅ جومات له امام څخه پرته ندی.

په زړه پورې ده چې پو شو چې د عربستان هیواد رسمې آمارو له مخې چې د اسلامې نړۍ د ام القراي ادعا کوي د دې هیواد شیعه ګان چې د یاد هیواد ۱۸ سلنه جمعیت جوړوی له ۹۴ زرو جوماتونو څخه یوازې ۵ زره جوماتونه په واک کې لري یعنې ۱۰۰۰ شیعه ګانو ته یوازي یو جومات په پام کې نیول شوی دی او د ۱۶ میلیونې سنې جمعیت ته د عربستان په پرتله د هرو ۲۵۰ کسانو لپاره یو جومات جوړ شوی دی.

په کراتو لیدل شوي چې د عربستان شیعه وکړي په جوماتونو او حسینیه وو کې د مذهبې مراسمو ترسره کولو لپاره د آل سعود حکومت لخوا تر فشار لاندې راغلي دي.د دې تعرضاتو بیلګه د الشرقیه په سیمه کې چې ګڼ شمیر شیعه ګان پکې میشت دي په ښکاره توګه کولی شو چې وګورو او له هغې ډلې د عربستان د شیعه ګانو د غښتلې روحانې آیت الله شیخ نمر نیول او د آل سعود خاندان حکومت لخوا د نوموړې اعدام ته اشاره وکړو.

اوس قضاوت تاسو ته پریګدو چې آیا ایران د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي او که عربستان؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *