په تل آویو کې له صهیونیستي چارواکو سره د سعودي د تقاعد شوي جنراال کتنه

د سعودي تقاعد شوی جنرال چې په کراتو یی د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت له عمومي مدیر سره کتلي په دې ورستیو کې د دې هیواد له یو شمیر جګپوړو چارواکو سره تل آویو ته تللی تر څو د سیمې په اړه خبري وکړي.

1

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د صهیونیستي رژیم ورځپاڼې د هاآرتص په نامه تیره جمعه اعلان وکړ چې د عربستان د اطلاعاتو پخوانی مشر انور عشقي په روانه اونې کې د اسراییل له چارواکو سره یو شمیر ناستې درلودي.

دې ورځپاڼې زیاته کړه :د سعودي دې چارواکې د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر دوري ګلد او د اسراییل د پارلمان له یو شمیر اپوزیسیون سره هم وکتل.

د هاآرتص په لیکنه،انور عشقي د سعودي یوه لوړ پوړي هیت سره چې پکې یو شمیر زده کونکي او سوداګر و، نیول شویو ځمکو ته دې ننه شول.

هاآرتص زیاته کړه:د سعودي هیت له اسراییلې چارواکو سره په خاورمیانه کې د جوړښت پر هغه طرحې خبري وکړې کوم چې سعودي د سولې په موخه رامنځ ته کړي دي.

عشقي د عربستان  په پوځ کې بیلا بیل پوستونه سمبالول او اوس مهال یو تقاعد شوی جنرال دی چې اوس د عربستان هیواد د بهرنیو چارو وزارت کې د څیړنو د موسسې مشر دی.

هاآرتص همدارنګه وویل:د سعودي له حکومت او د دې هیواد له سلطنتي ماڼې سره د عشقي اړیکي څرګندې ندي او سره له دې چې دا یو غیر رسمي سفر و عجیب او غیر ممکن ښکاری چې د ریاض حکومت پرته ترسره شوی دی.

د دې ریپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۵ کال په جون میاشت کې عشقي د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت له عمومي مدیر سره د واشنګتن په څیړنیز مرکز کې وکتل .

دا عبري ژبه ورځپاڼه یادونه کوي چې عربي هیت له تل آویو ورسته رام الله ته تللي او د فلسطین له مشر محمود عباس او د فلسطین له یو شمیر نورو چارواکو سره یی وکتل.

دا ورځپاڼه ټینګار کوي:د عشقي کتنه د اسراییل له دوه وو چارواکو سره په دولتي څانګه کې نه بلکې د قدس په نیول شوی یوه هوټل کې ترسره شوي دي.

هاآرتص په دوام کې ټینګار وکړ:عشقي د جمعي په ورځ د جولاي په ۲۲ له اسراییلې ګوند له استازو سره وکتل.د دې ګوند غړو په خپل وار سره د عربستان جنرال ته وړاندیز وکړ ترڅو د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګ او په سیمه کې د جوړښت او همداشان د دې جوړښت د بشپړتیا په موخه د مصر له پخواني ولسمشر انور سادات سره په عربستان کې کتنه وکړي.

عشقي د کنست له یو شمیر غړو سره په کتنه کې له دوري ګلد سره د خپلو اړیکو په اړه خبري وکړي او وویل چې ګلد یوه لسیزه مخکې د مملکت شر په نامه یو کتاب لیکلی و چې په هغه کې یی پر عربستان برید کړی وو.

نوموړي په دوام کې اشاره وکړه چې د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر د یو شمیر کتنو په مهال له ده څخه بښنه غوښتې کړې او ویلی دي چې په خپلو لیکونو کې له ده څخه تیروتنې شوي وي او د ریاض او تل آویو تر منځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *