په آلمان کې د برید له کبله یو کس وژل شوی او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي

د جرمني د جنوب په انسباخ ښارګوټي کې پوليسو نن سهار وختي وويل، يو سړى هغه وخت ووژل شو چې ورسره منفجره وسيله يې د موزيک يوه فسټيوال ته نژدې وچاودېده. دغه چاودنه پرون ناوخته وشوه.

۷

د پوليسو په يوه لنډکۍ اعلاميه کې ويل شوي: زموږ د اوسنيو معلوماتو له مخې د دې پېښې عامل وژل شوى دى.

د باوريا ايالت د کورنيو چارو وزير يواخيم هرمان وويل، دغه مشکوک کس د سوريې٢٧ کلن کډوال و چې دوه کاله مخکې جرمني ته راغلى و.

ده ويلي د دې سړي د پناه غوښتنې درخواست کال مخکې رد شوى و. خو په سوريه کې د روانې شخړې له کبله ده ته بيا هم په جرمني کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې وه.

د ده په خبره دغه مشکوک سړي وروسته له هغې ځان منفجر کړ چې د موسيقۍ فسټيوال ته يې د تګ مخنيوى وشو، ځکه ده د فستيوال ټکټ نه درلود.

يوه عيني شاهد توماس ديبينسکي رويټرز اژانس ته وويل:

ما قدم واهه غوښتل مې د فستيوال له ځايه بهر موسيقي واورم چې ناڅاپه مې د زورورې چاودنې اواز واورېد، غږ يې ډېر لوړ و. په اولو شېبو کې ما ټکان وخوړ نه پوهېدم څه پېښ شوي دي، ما منډې کړې چې پوه شم څه پېښ شوي دي او غوښتل مې مرسته وکړم. خلکو زما خوا ته منډې راوهلې. وروسته د اور وژنې مامورين راغلل او ټوله ساحه يې کلابنده کړه.”

د باوريا د کورنيو چارو وزير هرمان زياته کړه دا لا څرګنده نه ده چې دغه سړي غوښتل نور کسان ووژني که ځانوژونه وکړي، ځکه د ده په وينا دغه ځوان مخکې هم دوه واري د ځانوژنې هڅه کړې وه.

هرمان ويلي، دغه کس په خپله بسته چې په شا کړې يې وه، منفجره مواد او وسپنيزې ټوټې اچولې وې، چې کولاى يې شواى ګڼ کسان ووژني.

چارواکي وايي په پېښه کې ١٢ نور کسان ټپيان شوي، چې د ٣ تنو وضعيت نازک ښوول شوى دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *