د المملکه القابضه شرکت د چا دی؟

په تیرو څو کلونو کې په سیاسي او امنیتي چارو کې د عربستان د مداخلو د لوړ والی،د عربستان هیواد خپل نفتي ډالرونه د سلیکون درې ته استوي ترڅو وکولی شي چې د قدرت ښودنې نوې تګ لاره رامنځ ته کړي.

۸

د رسنیو او انټرنټ کنټرول د عربستان یو له نویو تګ لارو څخه ده چې د مهمو شرکتونو لکه سایبري او رسنیزو  سهامو په اخیستو سره د خپلو موخو د کنټرول لپاره لاس په کار کیګي د بیلګي په توګه د المملکه القابضه شرکت چې د هغه ریاست د سعودي شهزاده بن طلال په لاس کې لري،اوس مهال په دوهمه درجه تر ټولو لوي سهام لرونکي د ټویټر شبکې بنسټ ایښودنکی ویلیامز په خپل نامه ثبت کړی دی.

د عام المملکه القابضه سهامې شرکت پیژندنه چې د هغه نړیوال نو «Kingdom Holding Company» دی، چې په کال ۱۹۸۰ کې رامنځ ته شوی او له ۲۰۰۷ کال را پدې خوا د عربستان او خلیجې هیوادونو کې پلورل او خیستل کیګي . دا شرکت په عربستان او د خلیج فارس هیوادونو کې  د پانګړنې په برخه کې یو له لویو او فعال ترین شرکتونو څخه شمیرل کیګي او د نړۍ په ۱۳ موقعیتونو کې د زیات شمیر پانګونې او سهام لرونکی دی.دې شرکت خپل اصلي فعالیت په کال ۱۹۸۸ کې د ۳۰٪ سهام په پلورلو څخه پیل کړ. زیات وخت یی تیر نه و چې د United Saudi Commercial Bank (USCB) بانک پانګونې ۲۰ برابره زیات شول.

چې په پیل کې یی د United Saudi Bank (USB) د سعودي څو بانکو لکه HRH و Saudi Cairo Bank یو ځای شوی وو او د «سعودی – آمریکا» بانک له ګډون سره په عربستان کې تر ټولو پیاوړی بانک جوړ شو.

په زړه پورې خو دا ده چې د المملکه القابضه شرکت اولین ګام او مشارکت  د صهیونیستي لویو شرکتونو یی له تبلیغاتي،فیلم جوړونې،نشر او د سایبری په برخه کې (چې نن ورځ یی د خپل عمده فعالیت د اسلامې نړۍ په خلاف ځانګړی کړی ) د سهام په رانیولو سره پیل کړ.

په ننه کې دې شرکت ۲۹.۹٪ د بازار موندنې سهام ځان ته څانګړی کړی دی. «Saudi Research and Marketing Group (SRMG)»(SRMG) هغه ډلې دي چې شرکتونه او نشریات معرفی کول لکه:

الشرق الاوسط، الاقتصاد،عرب نیوز،مجله حیا، المجله، الرجل او داسې نور… او همداشان تبلیغاتي او ارتباطي (الخلیج) او د (المدینه) انتشارات تر خپل پوښښ لاندې لري.

جالبه دا ده چې بیلابیلو کار پوهانو په ریپوټونو کې د دې شرکت د پلور اصلي محور د ټویټر د سهام خستنو کې مداخله او یا هم د فلسطین د اسلامي مقاومت د بایکوت اخبار او د عراق د اسلامې مقاومت په واضع توګه لیدل شوی دی.ورسته له هغه چې عربستان په ټویټر کې قدرت تر لاسه کړی عملآ ټويټر د عربستان د اسلې په توګه په بحرین کې د خپلو ګټو د ساتلو په موخه،د یمن جګړه او د سورې د جګړې هدایت باندې بدل شوی دی.

یو شمیر کار پوهان په دې آند دي چې د ټویټر اخیستو موخه د لویو سیاستونو  هدایت لپاره ده.

خو په ټویټر کې د رامنځ ته شویو څیړنو ورسته دا څرګندیګی چې په ټویټر کې څیړنه او مقابله د ګټه اخیستونکو د تحرکاتو په موخه هم ترسره کیګي.په لاندې ځای کې یو شمیر بیلګې د دې ښکارندوي کوي چې عربستان د ټویټر کار اخیستونکو په منځ کې نفوذ کوي.

۱:سعود الفیصل په خپل ټویټر پاڼه کې ولیکل چې د عربستان پادشاه عبدالله بن عبدالعزیز مړ شو له څو دقیقو څخه کم د نومړي د ټويټر حساب بند شو.

۲:د عربستان د یو پیژنده فعال (مجتهد) چې د آل سعود خاندان محرم رازونه یی فاش کول  ټویټر پاڼه یی بنده شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *