طالبان او داعش ته درنه مرګ ژوبله

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د عملیاتو په لړ کې د داعش ترهګرې ډلې ۲۲ او د طالبانو ۲۷ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د ننګرهار په دوه وو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د هیوایی او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې د دې ډلې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور یی ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې له نقله، دا عملیات د ناریان او اچین ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

همداشان په خبرپاڼه کې راغلې چې د کندز ،فاریاب او سمنګان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۲۷ تنه وژل شوي ۱۵ تنه یی ټپیان شوي ۸ تنه نور نیول شوي دي همداشان د دې ډلې ۳ عرادې نقلیه وسیلې او یو میل دهشکه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسلوالو طالبانو هم په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د کندز ولایت پر قلعه ذال ولسوالې د امنیتي ځواکونو بریدونه په شاه تمبول شوي دي او په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم نښتې دوام لري.

Author

خروج از نسخه موبایل